بلخ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف اوسېدونکو د ځايي طالب چارواکو سره په همغږۍ د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین پېل کړی.

په دې کمپاین کې د نغدو پیسو راټولولو له پاره د سخي زیارت خوا ته یو صندوق ایښودل شوی دی.

په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، عطا محمود ساهو وايي، راټولې شوې پیسې به د بلخ د اتو دولتي ادارو د یوې کمیټې له خوا د یوه منظم مهالویش له مخې په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته ورسیږي.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوې ده.

تېره اونۍ د چهارشنبې سهار وختي د ریختر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول.

طالبانو په یاده زلزله کې د مړو شمیر زر او د ټپيانو شمیر څه باندې ۱۵۰۰ تنه اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي، چې د خوست ولایت په سپیره او د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۷۷۰ کسان مړه شوي او ۱۴۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د پکتيکا او خوست ولايتونو په ١٤ کليو کې ١٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي. په دغه سیمو کې پاتې کسان اوس بې کوره دي او هیڅ سرپناه نه لري.

د طالبانو سرپرست حکومت د زلزله ځپلو سره د مرستو له پاره له نړیوالو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.