ارزګان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ارزګان کې روغتیايي مسوولین په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین د پېل کیدو خبر ورکوي.

په دې ولايت کې د پوليو د عملياتي مرکز امر بخت محمد مصطفی وايي، چې د پوليو د واکسين په پېل شوې دوره کې به د ارزګان د مرکز ترينکوټ په ګډون په ټولو ولسواليو کې ۲ لکه ۴۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبیق شي.

هغه وايي چې په تيرو دورو کې ياد واکسين پر یو لکو ۷۵ زره ماشومانو تطبیق کيده.

دی زیاتوي:«د پوليو په نوې دوره کې چې مسجد په مسجد ماشومانو واکسين کيږي په دې دوره کې به پر ۲ لکه ۴۰ زره ماشومانو دغه واکسين پلي شي په مخکنيو دورو کې پر یو لکو ۷۵ زره ماشومانو موږ د پوليو ضد واکسين پلي کوه.»

په ورته مهال په دغه ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولین وايي، دوی به د پوليو د واکسين په پېل شوې دوره کې سايټ پر سايټ پرماشومانو واکسين پلي کړي.

په ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مرستيال مولوي فتخ خان وايي چې د واکسين د ښه تطبیق په موخه یې له وړاندې د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لاره اچولي ترڅو خلک خپل ماشومان د پوليو ناروغۍ څخه دمخنيوي په هدف واکسين کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ په ۲۰۲۲ کال کې تراوسه په ارزګان ولايت کې هيڅ يو ماشوم د پوليو په ناروغۍ نه دی اخته شوی او د ټول افغانستان په سطحه يوه د پوليو پيښه ثبت شوې ده.

په ارزګان کې تردې مخکې يو شمير ميرمنو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د واکسين په رضاکارانو کې دې ميرمنو ته ځای ورکړي ترڅو واکسين په ښه ډول پر ماشومانو تطبیق شي. د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې تراوسه په ارزګان ولايت کې د واکسين په رضاکارانو کې هيڅ يوه ښځينه کارکوونکې نشته.