د ارزګان چوره ولسوالۍ کې تاریخ تېره درمل راټول او وسوځول شول

اطلاعات روز: ارزګان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت په چوره ولسوالۍ کې يې لسګونه قلمه تاریخ تېره درمل راټول کړي او سوځولي دي.

په چوره ولسوالۍ کې د طالبانو د روغتيا برخې مسول قدرت الله امانزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دوی له درملتونو څخه د څار او کتنې پرمهال ۱۶۲ قلمه تاریخ تېره درمل راټول کړي او سوځولي دي.

هغه وايي هغه درملتونونه چې په کلیوالو سيمو کې فعاليت کوي د اسنادو ارزیابي وروسته به هغه درملتونونه وتړي چې اسناد نه لري.

نوموړی وايي:«موږ به په چوره ولسوالۍ کې ټول درملتونونه په معياري ډول عيار کړو د اوس لپاره موږ ۱۶۲ قلمه تر وخت تير درمل راټول کړل او سوځلي مو دي په کليوالو سيمو کې به درملتونونه وتړل شي.»

په ورته مهال په سيمه کې خلک هم د حکومت د دغې پريکړې هرکلی کوي او زياتوي چې لاهم ګڼ شمير درملتونونه پر خلکو تاریخ تېره درمل پلوري.

خلک د طالبانو عامي روغتيا رياست د مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې هغه کسان سخت مجازات کړي چې پر عامو خلکو بي کیفیته او تر وخت تير درمل پلوري.

دا په داسي حال کې ده چې تردې مخکې هم په دغه ولايت کې څو ځله د تاریخ تېره درملو د ټولو کمپینونه ترسره شوي و خو لاهم په ګڼو درملتونونو کې تاریخ تېره درمل پلورل کيږي چې په څو پيښو کې یې عام خلک مړه کړي هم دي.