ایران په ننګرهار کې یو ځانګړی روغتون جوړوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي مسوولین وایي، د ایران هیواد غواړي په دې ولایت کې یو ځانګړی روغتون جوړ کړي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب نن (دوشنبه، ۶ د چنګاښ) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ختیځ کې یې د ایران قونسل مجید صادقي او مرستیال یحیی کاظمي سره کتلي دي.

نموړي ویلي، چې په دې لیدنه کې د ایران قونسل ورسره ژمنه کړې چې په ننګرهار کې د ناروغانو د درملنې لپاره به یو ځانګړی روغتون جوړ کړي، چې ټول مصارف به یې د ایران هیواد له لوري ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې ایراني چارواکو ورسره د درملو سربیره په نورو روغتیایي برخو کې هم د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ایراني چارواکي داسې مهال ننګرهار کې د روغتون د جوړیدو خبره کوي چې عام خلک په دې ولایت کې د یو معیاري روغتون د نه شتون څخه شکایت کوي.