انځور: ارشیف

طالبان: د دیني عالمانو د «زیات ټینګار» له امله کابل کې یوه غونډه جوړېږي

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، ډېر ژر به په کابل کې د ديني عالمانو يوه «لویه» غونډه جوړه شي.

نوموړي نن (دوشنبه،۶ د چنګاښ) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ګڼ شمېر علماوو د طالبانو مشر تابه څخه پر دغه راټولیدنې ټینګار کوه چې د طالبانو مشر یې هم غوښتنه منلې ده.

مجاهد د غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه نه دي ویلي خو، ویل کېږي چې دا غونډه به روانه اونۍ د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې دا غونډه «د خلکو د هیلو او غوښتنو په اساس» جوړیږي او د ټولو ولایتونو او ولسوالیو دیني عالمان او قومي مخور به په کې ګډون وکړي.

نوموړي د غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې یو شمیر طالب چارواکو ویلي وو چې دیني عالمان به په کابل کې په یوه غونډه کې د نجونو د تعلیم په اړه پرېکړه وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس هم خبر ورکړی چې ټاکل شوې طالبان په کابل کې په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړي.

د لویې جرګې رابلل د کرزي یوه غوښتنه وه. هغه پردې ټینګار کوه چې طالبان باید د سیاسي مشروعیت او د خلکو د ارادې د تمثیل لپاره لویه جرګه جوړه کړي.