له کندهاره د څه باندې ۹۶ ميليونه ډالرو په ارزښت ۲۹زره ټنه مميز بهر ته صادر شوي

اطلاعات روز: تېر کال له کندهاره د څه باندې ۹۶ ميليونه ډالرو په ارزښت ۲۹ زره ټنه مميز بهر ته صادر شوي، خو د مميزو کاروباريان لا هم د خپلو صادراتو له کم او ټيټ بازار څخه خبره کوي.

تېر کال که څه هم د جګړې ډګرونه ګرم‌ وو خو بيا هم د نورو کلونو په پرتله له کندهار څخه په زياته اندازه مميز بهرنيو هيوادونو ته استول شوي دي.

هند او پاکستان يو له هغو هېوادونو څخه دي چې د کندهار مميز په پریمانه ډول دغه هېوادونو ته صادرېږي.

کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بنا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېر کال له دغه ولايت څخه څه د پاسه ۲۹ زره ۶ سوه ۲۴ ټنه مميز (کشميش) بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار ممیز چې ډیری برخه یې هند او پاکستان ته لیږل کېږي

انجنير بنا وایي، له دغه صادر شويو مميزو کندهاري سوداګرو او باغ‌لرونکو ته تر ۹۶ ميلیونه امريکايي ډالره ډېره ګټه په لاس ورغلې.

ده زياته کړه سږکال وچکالۍ د مميزو پر بازار اغېزه کړې او په خبره يې کېدای شي چې په صادراتو کې کموالی راشي.

د انجنير بنا په خبره تېر کال ته په کتو سږکال د انګورو حاصلات زيات دي خو ګل يې ډېر رژېږي او تر پخېدو پورې شايد ډېر کم شي.

نوموړی وايي، چې له پاکستاني پلاوي سره په تماس کې دی او په نږدې راتلونکي کې به د کندهار پر يوشمېر محصولاتو لکه د انګورو او مميزو د مالياتو او وارداتو په اړه وږغېږي.

بنا زیاته کړه: «تیر کال د نورو کلونو په پرتله د ممیزو په صادراتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی، تېر کال زموږ د مميزو صادرات ۲۹ زره ۶۰۰ سوه ۲۴ ټنه وو چې په مبلغ د ۹۶ ميليونه ۴۵۰ زړه ډالره ګټه يې سوداګرو او باغ لرونکو ته رسیدلې ده، سږکال حاصلات ډیر دي خو وچکالۍ پرې اغېزه کړې ځکه د انګورو ګل رژېږي.»

د کندهار ممیز د لوړ کیفیت سره سره بهرنیو هیوادنو په معیاري ډول نه صادریږي

د افغانستان په سلو کې تقريباً ۹۹ سلنه مميز (کشمش) هند او پاکستان ته صادرېږي او هلته دا ممیز ځانګړی بازار لري.

په تېر حکومت کې د افغانستان او ځينې نورو هېوادونو تر منځ په دې اړه ځانګړي قراردادونه لاس ليک شوي وو څو دغو هېوادونو ته د هېواد تازه او وچې مېوې پر وخت ورسېږي او‌ له شته ستونزو څخه مخنيوی وشي.

دغه راز د کندهار تجاران په ممیزه د ګټې ترڅنګ اوس د لارې له بندښت او لوړو مالیاتو څخه شکایت کوي.

غلام فاروق اچکزی چې له کلونو کلونو د مميزو کاروبار کوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، سږکال تجاران له ډېرو ستونزو سره مخ دي او‌ صادارت یې ډېر ټکني‌ شوي دي.

د وچې مېوې دغه سوداګر وايي، ځينې وختونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې په اوږدو کې د صادراتو مخه نیول کېږي او دا ستونزې کله کله د ټولو محصولاتو د خرابېدو سبب کېږي.

هغه زياتوي کوم مميز چې دوی پاکستان او هندوستان ته صادروي ډېر کله يې لمر په پلاستیکي کڅوړو کې خراب کړي او خپل کيفيت او خوند له لاسه ورکړي.

سوداګر وایي، زیاتره وخت د پاکستان لاره بنده وي او د دوی ممیز په پلاستیکي کڅوړو خراب او خوند یې بدل شي

ده زياته کړه په مياشت کې لس ورځې د پاکستان لاره خلاصه وي او شل ورځې بيا بنده وي چې دغه چاره د دوی د حاصلاتو د خرابېدو سبب شوې او لا ادامه لري.

د اچکزي په وينا چې مخکې به پاکستان ورڅخه د کارټن پر سر سل کالدارې غوښتې خو اوس ورڅخه دوه سوه اخلي.

نوموړی وايي، سږکال يې د کندهار يو من (څلور نيم کيلو) ممیز له ۸۰۰ څخه بيا تر ۱۰۰۰ افغانيو پوري پلورلي او په وينا یې چې کېدای شي د مميزو نرخونه تر دې نور هم لوړ شي.

د اچکزي په خبره: «زموږ صادرات اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، د پاکستان لاره په هفته کې لس ورځې خلاصه او شل ورځې تړلې وي، ماليات چې پخوا د يوه کارټن پر سر راڅخه سل کالدارې اخيستل کېدې اوس دوه سوه اخيستل کېږي، که د هغه ځای د حکومت خوښه وي موږ وچه مېوه صادرولای شو که نه نو کارونه د یوې مخې بند دي.»

ورته مهال بیا د کندهار يو شمېر سوداګر د مميزو له لوړ قیمت څخه خوښ دي خو د پروسېس د عصري ماشينونو له نه شتون څخه شکایت کوي.

حاجي زاهد په کندهار کې له باغ لرونکو څخه انګور او مميز رانيسي او وروسته يې پاکستان او هندوستان هېوادونو ته استوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سږکال د مميزو قیمتونه ښه شوي خو حاصلات يې بيا کم شوي.

ده زياته کړه سږکال یې يو من مميز په شاوخوا نهه نيم سوه افغانۍ پلورلي او ډېره ګټه يې ورڅخه تر لاسه کړې.

دغه سوداګر زیاتوي، تر ډېره پورې مميز پاکستان ته صادریږي او له هغه ځايه يې پاکستاني سوداګر پر نورو هېوادونو د خپل هېواد په نوم او نښان پلوري.

د ده په خبره کوم خوند، کيفيت او رنګ چې د افغانستان مميز لري د اسیا نور هیوادونه یې نه لري.

د افغانستان ممیز چې ښه خوند او رنګ لري د پروسېس او مسلکي بسته بندي د نه شتون له امله بهر کې په کمه بیه پلورل کېږي

دی وايي، دا چې په کندهار کې د ممیزو د پروسېس فابریکه نشته نو له همدې کبله یې په بهر کې ممیز په ټیټ قیمت پلورل کېږي ځکه چې ممیز د خاورو ډک وي او رنګ یې بدل کړی وي.

حاجي زاهد د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ډ مميز د پروسېس له پاره يوه فابريکه ورته جوړه کړي تر څو د پروسېس کولو ترڅنګ خلکو ته هم په‌کې د کار کولو زمينه برابره شي.

زاهد وویل: «پروسږکال مې ۱۱۰ ټنه مميز پاکستان ته صادر کړه، که دغه مميز په ښه ډول پروسېس شوی وی نو ګټه به يې هم ډېره وه او هلته يې سوداګر ډېر خوښوي، اوس يې يو من تر نهه سوه افغانۍ ګران خرڅوو خو که دغه مميز پروسېس شي بيا يې نو هیڅ څوک تر ۱۲۰۰ افغانۍ ارزانه نه خرڅوي.»

بل پلو د انګورو باغ لرونکي هغه څوک چې تر ټولو ډېره ستړیا ګالي خو تر ټولو لږ ګټه  ورته رسېږي.

کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، سږکال يې انګور د وچکالۍ له امله بې خونده دي او په ډېره اندازه يې ګل ریژولی دی.

دوی وایي له يوې خوا د کرنې په برخه کې عصري وسايل نه لري او له بل لوري يې حاصلات د کمېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

یاده دې وي چې په کندهار کې دانګورو ډیر حاصلات د پنجوايي، میوند، ژیړۍ او ارغنداب له ولسوالیو څخه ترلاسه کېږي. خو له بده مرغه چې د هیواد زیاتره ښه حاصلات د افغانستان په نوم تر بهرنیو هیوادونو نه رسیږي.