کابل کې جوړیدونکې لویه غونډه: له کندهاره دیني عالمانو او قومي مخورو د کابل پر لور حرکت کړی

اطلاعات روز: د کابل په «لویه» جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه ۱۰۷ تنه دیني عالمانو، قومي مخورو او طالب چارواکو له کندهاره د مرکز پر لور حرکت کړی دی.

دغه کسان به سبا یعنی د روانې میاشتې په اتمه نیټه د چهارشنبې ورځ په پلازمینه کابل کې په یوه «لویه» غونډه کې ګډون وکړي.

کندهار کې طالب چارواکي وایي، د دغو کسانو شمېر ۱۰۷ تنو ته رسېږي او د سفر په لړ کې يې مشري د کندهار د دیني عالمانو ریيس مولوي حبيب الله آغا کوي.

دغه راز طالبان زیاتوي، په دې غونډه کې به د کندهار په استازيتوب مولوي عبدالهادي حماد مشورې‌ او نظرونه وړاندې کړي.

طالب چارواکي ویلي، چې د هېواد په کچه يې له هرې ولسوالۍ څخه دوه تنه ديني عالمان او يو قومي مشر دغې غونډې ته را بللي دي.

داسې ويل کېږي چې په دغې لويې جوړېدونکې غونډه کې به د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه په زرګونه طالب چارواکي، قومي مشران او ديني عالمان ګډون وکړي.

ریپوټونه وايي، په یادې غونډه کې به په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت پر رسمیت پيژندلو، د نجونو د ښوونځيو پر خلاصون او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشي او تر دريو ورځو پورې دوام وکړي.

داسې ګنګوسې هم دي چې د دې لويې غونډې په وروستۍ ورځ به د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده هم د ټولو په مخکې راڅرګند شي هغه څه چې تراوسه يې د کره والي په تړوا دقيق معلومات نشته.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي د دا ډول غونډو جوړېدل د افغانستان او د طالبانو د سرپرست حکومت له پاره ډېر اړين يادوي.

دوی زياتوي، که په دغې جوړېدونکې غونډه کې د هېواد په سطحه د نجونو د ښوونځيو پر بيا پېل پرېکړه وشي نو دا به د طالبانو د سرپرست حکومت او امريکا ترمنځ واټن نور هم کم کړي او د رسميت پيژندلو له پاره به نوی فصل پرانیزي.

د يادونې وړ ده چې سبا چهارشنبه به د افغانستان په پايتخت کابل کې د طالبانو د حکومت تر ټولو لويه غونډه جوړیږي، او پر يو شمېر مهمو موضوعاتو به خبرې اترې کېږي.