انځور: ایرنا اژانس

یو افغان ماشوم د ايراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ټپي شوی

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د افغانستان او ايران پر پوله د ايراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې يو افغان ماشوم ويشتل شوی او زخمي دی.

نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات اوفرهنګ ریيس مفتي حبیب الله الهام وايي، یاده پیښه تېره ورځ (سه شنبه، ۷ د چنګاښ) نیمروز کې د ایران سره په پوله رامنځته شوې ده.

الهام زیاتوي چې ټپې ماشوم دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې د طالبانو لخوا د ايراني پوله ساتو ځواکونو سره په ډزو کې يو ايراني سرحدي سرتيرې وژل شوی دی.

هغه وايي تراوسه داسې کومه پيښه نه ده رامنځته شوې.

ورته مهال بیا په ايران کې د ایرنا خبرې آژانس ديوه ايراني پوله ساتي سرتيري تصوير خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې ياد سرتيری د سه شنبې په ورځ مازديګر د افغان خاورې څخه د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

څو ورځې مخکې هم د ايراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې دوه افغان ماشومان وژل شوي وو.