کندهار کې برمې ته لوېدلی ماشوم وژغورل شو

اطلاعات روز: د کندهار ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ په «تخت» کلي کې يوې ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.

کندهار کې د باران روغتيا موسېسې مشر ډاکټر محمد حقبین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ دچنګاښ) د دغه ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يو څلور کلن هلک ژورې برمې ته لوېدلی و چې د دوی په هڅو وژغورل شو.

نوموړی زياتوي چې دغه څلور کلن ماشوم جنت الله نومیږي او تېره ورځ مازديګر مهال برمې ته لوېدلی و.

د ده په خبره، سيمې ته یې پر وخت د ژوند ژغورنې ټيم استولی و او د شپې پر ۱۲ بجو پر دې وتوانیدل چې ماشوم وژغوري.

نوموړي زياته کړه دغه ماشوم يې د سکواټور  په واسطه له برمې څخه راویستلی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د هیواد په سویل کې څو ځله ماشومان برمې ته لوېدلي خو جنت الله یواځینې ماشوم دی چې له برمې څخه ژوندی را ویستل کېږي.