اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، ناپیژانده کسانو روداتو ولسوالۍ کې یوې دیني مدرسې ته لاسي بم غورځولی چې له امله اته تنه شاګردان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (شنبه، ۱۱ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د روداتو ولسوالۍ د شهبازخیلو سیمې اړوند د زینو کلي کې د«عثمان ذوالنورین» په نامه یوې دیني مدرسې ته د ناپیژانده کسانو له لوري لاس بم ورغوځول شوی، چې له امله یې د یادې مدرسې ۸ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي ټپیان یې په خپل وخت د ننګرهار سیمه ئیز روغتون ته انتقال کړي چې د یو تن یې روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د نوموړي د مالوماتو له مخې په یاده مدرسه کې د لېرې پرتو ولسوالیو زیات شاګردان د شپې له خوا هم پاتې کیږي.
امنیتي چارواکي وایي، تراوسه د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیول شوي خو د عاملینو د پیدا کیدو په موخه یې څیړنې پيل شوي دي.
تراسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.