دا د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې يوازيني د اووشو کلب روزونکی عصمتالله دی چې ددې لوبې پياوړتيا ته يې کار کړی.
ياد تنکی ځوان چې ۱۵ کاله عمر لري تر اوسه يې د اووشو نومي لوبه کې ۶ زره کسان روزلي چې دا لړۍ لا هم جريان لري.
هغه وايي، په ډېرو کمو امکاناتو يې له تېرو ۵ کلونو راهيسې په مرکز ترينکوټ کې د لوبغاړو لپاره روزنځای پرانېست چې دا مهال ګڼ شمېر ورزشکاران پکې تمرين کوي.
عصمتالله وايي، د ورزش لپاره هر وخت مناسب دی او خلکو ته په کار ده چې د روغتيا لپار تل ورزش وکړي.