یو طالب قومندان خپله مېرمن د خسر له کوره په دولتي چورلکه کې وړې

اطلاعات روز: لوګر کې عیني شاهدان وايي، تېره ورځ له دغه ولایت څخه خوست ته یو طالب قومندان د خپلې مېرمنې انتقال لپاره دولتي چورلکه ځانګړی کړی وه.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل چې تېره ورځ ( شنبه، ۱۱ د چنګاښ) په لوګر کې د «حقاني» په نوم یو طالب چارواکي خپله مېرمن له لوګر څخه خوست ته د وړلو لپاره دولتي چورلکه راغوښتې وه.

 نموړی زیاتوي، چورلکې پرون ماسپښین مهال شاوخوا دوه بجې د برکي برک ولسوالۍ شاهمزار سیمې اړوند د «ملک کلا» په نوم کلي کې چې د یاد طالب قومندان د خسر کور په کې دی ناسته کړې او حقاني خپله مېرمن له هماغه ځایه انتقال کړې ده.

لوګر کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس له اطلاعات روز سره په خبرو کې د دغه موضوع د هو، نه په اړه څه ونه ویل؛ خو زياته یې کړه چې په دې برخه کې څېړنې روانې دي.

د دغې موضوع اړوند په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د هغو څرګندونو سره په ښکاره ټکر کې بللی چې وړمه ورځ یې د لویې جرګې په تلار کې کړې وې.

هغه د نورو موضوعاتو ترڅنګ په نظامي طالبانو غږ کړی و، چې له بیت المال سره خیانت و نه کړي او د بېځایه استعمال څخه یې ډډه وکړي.