زابل کې ۱۰ زره کورنیو ته د روغتیایي کیټونو د ویش لړۍ پېل شوه

اطلاعات روز: د زابل ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف لخوا لس زره کورنیو ته د روغتیایي کیټونو د ویش لړۍ پېل شوې ده.

زابل کې دطالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، چې د دې ولايت په مرکز قلات او ولسواليو کې یو شمیر کورنیو ته د روغتیایي کیټونو د ویش لړۍ پېل شوې ده.

ډاکتر حکيمي زیاتوي، ياد کيټونه د یونیسف له لوري هغه کورنیو ته ویشل کېږي چې د ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ وي ترڅو په زابل کې د کولرا د مثبتو پیښو ګراف راټيټ شي.

د ده په خبره، چې په دې وروستيو ورځو کې په دغه ولايت کې ۱۵۰۰ کسان په کولرا ناروغۍاخته شوي او که یې د دغه کيټونو ویش  نه وی پېل کړی نو له دې سره يو وخت به ډېر شمېر نور کسان هم په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

حکیمي زیاته کړه، چې په دې ولايت کې يې زرګونه کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو رسولو زمينه برابره کړې ده.

د ده په وینا، چې د پاکو اوبو دغه برمې به ډېرې ګټورې تمامې شي او خلک به نور د هر ډول اوبو له څکلو ډډه وکړي ترڅو خپله او کورنۍ یې د ناروغۍ له خطرونو څخه بچ پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په زابل ولایت کې سلګونه کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې ورسره يو وخت یې د روغتياپالانو ترڅنګ عام وګړي هم اندیښمن کړي دي.