ارزګان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولين وايي، د ارزګان-کندهار پر لويه لاره په يوې ترافيکي پيښه کې څلور کسان مړه او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

ارزګان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، دغه پيښه تيره شپه (یکشنبه، ۱۲ چنګاښ) د ارزګان–کندهار ترمنځ پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

د قريشي په خبره چې په ياده پيښه کې ښځې ماشومانو او لويان مړه او ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې له سيمې څخه يوې سرچيني اطلاعات روز ته وويل، چې په ياد ترافيکي پيښه کې ۵ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي.

د سرچينې په خبره په مړه شویو کسانو کې دوې ښځې دوه نارينه او يو ماشوم شامل دي.

په دې وروستیو کې په جنوبي ولایتونو کې د ترافیکي پیښو له امله مرګ ژوبله زیاته شوي چې لامل د ډریورانو بې احتیاطي یاده شوې.