هرات کې د طالبانو د قول اردو پر کارکوونکو برید؛ درې تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي

اطلاعات روز: هرات کې ځایي سرچینې وايي، چې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو دوو جلا بریدونو کې د یوه بریدګر په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په ۲۰۷ قول اردو کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، اطلاعات روز ته وویل، چې د یادې قول اردو دغه کارکوونکي نن سهار (دوشنبه، ۱۳ د چنګاښ) د هرات ښار په «نمبر یک» او «بلند آب» سیمو کې د وسله وال برید موخه ګرځیدلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې يو بريدګر او د طالبانو ٢٠٧ الفاروق قول اردو دوه کارکوونکي وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د طالبانو امنیتي چارواکو د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دې ډلې یو غړی ټپي شوی دی. د دوی په وینا یو بریدګر هم د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه متضاد ارقام خپاره شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.