کندهار کې د نارنج تاریخي ماڼۍ خوا کې د مدرسې جوړول اندیښنې پارولي دي

وحيد الرحمن افغانمل

اطلاعات روز: د کندهار زاړه ښار کې د طالبانو لخوا د نارنج تاریخي ماڼۍ خوا کې د یوې جهادي مدرسې جوړول د یو شمیر فرهنګي فعالانو او عام وګړو اندیښنې پارولي. دوی وایي، د نارنج ماڼۍ يوه عادي مانۍ نه ده بلکې د افغانستان د ازادۍ نښان او د ناموس حيثيت لري باید ساتنه یې وشي.

دوی زیاتوي، یاده ماڼۍ باید ورغول شي او د افغانستان د یوه تاریخي ارزښت په سترګه ورته وکتل شي.

نارنج ماڼۍ کابو ۲۳۴۱ کاله وړاندې د مقدوني سکندر د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او د هوتکيانو د پاچاهۍ تر وروستيو پورې ترې ګټه اخيستل کېدله.

یادې ماڼۍ ته چې د سکندر مقدوني نوم هم ورکول شوی آن د شاه حسین هوتکي د واکمنۍ پر مهال ترې ګټه پورته کیده.

د نارنج ماڼۍ د افغانستان په سطحه يو له هغه ۱۲ ودانيو څخه ده چې مقدوني سکندر د خپلې امپراتورۍ پر مهال جوړې کړې دي.

نارنج تاریخي ماڼۍ ۲۳ پیړۍ وړاندې د سکندر مقدونۍ لخوا کندهار کې جوړه شوې ده

اوس د دغې تاريخي ماڼۍ په يوه څنډه کې طالبانو د یوې جهادي مدرسې د جوړولو چارې پېل کړي او په ډېرې چټکۍ سره روانې دي.

ځينو سرچينو اطلاعات روز ته وویل، چې دا جهادي مدرسه د ملا فضل په نوم د طالبانو د دفاع وزارت د يوه جګپوړي چارواکي ده.

سرچينه زياتوي، چې د دغې مدرسې د جوړېدو پر مهال د يادې ماڼۍ څه باندې دوه جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د دې جهادي مدرسې د جوړېدو پر مهال کېدای شي چې د نارنج ماڼۍ يو شمېر برخو ته زیان ورسېږي او ځينې برخې يې په مکمل ډول ونړول شي.

خو د طالبانو د سرپرست حکومت ځايي چارواکي بیا وایي، چې په دې برخه کې يې لازم اجرات کړي او د دغې لرغونې ماڼۍ د نړېدو ګنګوسې بې اساسه یادوي.

کندهار کې د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حافظ نور احمد سعيد وايي، د نارنج ماڼۍ ته څېرمه په پخواني وختونو کې يوه جهادي مدرسه جوړه شوې وه چې د هغې مدرسې مخکنۍ وادنۍ نړول شوې او پر ځای يې نوې عصري ودانۍ جوړېږي.

طالبان وایي، نارنج ماڼۍ ته څیرمه پخوا یوه مدرسه جوړه شوې وه او اوس هغه مدرسه نړول شوې او نوې ودانې ورته جوړیږي

حافظ سعید وايي، تر اوسه نارنج ماڼۍ ته کوم زيان ندی اوښتی او يوازې د دې مدرسې د جوړېدو پرمهال لږ څه د مدرسې ديوال ور نيږدې شوی دی.

نوموړی زیاتوي، له وړاندې په دې موضوع خبر دی چې هلته مدرسه جوړېږي او ياده موضوع يې کندهار کې د طالبانو له ولايتي ادارې او مرکز کابل کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شريکه کړې څو په اړه يې دوی ته لازم هدایت وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریيس په وينا، چې ډېر ژر به د نارنج ماڼۍ په شاوخوا کې د جوړېدونکې جهادي مدرسې د جوړېدو چارې ودرول شي.

سعید زیاته کړه: «د دې مدرسې چارې خو ۲۵ کاله وړاندې پېل شوې وې اوس يې يوه بله برخه رغول کېږي، دا چې د دې برخې په جوړېدو سره به يې نارنج ماڼۍ ته زيان واوړي نو موږ يې د چارو د درېدو غوښتنه کړې، د کندهار ولايت مقام، او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مو مکتبونه استولي.»

د نارنج ماڼۍ‌ د څلورو خواوو تقريباً ۸۵ سلنه ځمکه غصب شوې، په دې غصب شوې برخه کې يو شمېر کسانو په خپل سر کورونه، او دوکانونه جوړ کړي او ځينې نور بيا کروندې په‌کې کوي.

د فرهنګي چارو شنونکي په دې باور دي چې له دغې لرغوني ماڼۍ سره د افغانستان د تاريخ تر ټولو لرغوني برخه تړلې ده.

د افغانستان د پرځول شوي حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني پر خپلې فيسبوک پاڼې طالبانو ته ليکلي، چې د نارنج ماڼۍ يو عادي مانۍ نه ده بلکې د افغانستان د ازادۍ نښان او د ناموس حيثيت لري.

لیکوال او شاعر عبدالباري جهاني طالبانو ته لیکلي چې د نارنج ماڼۍ يو عادي مانۍ نه ده بلکې د افغانستان د ازادۍ نښان او د ناموس حيثيت لري

ده د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې څو د دې کار مخه ونيسي او غاصبين پرېنږدي څو دغه تاريخي مانۍ لاندې کړي.

نوموړي ويلي دغه ډول ودانۍ بايد د راتلونکي نسل له پاره پاتې شي څو هغوی پوه شي چې دا ډول کارنامې لري.

دغه راز تاريخ پوهان په دې باور دي چې دا ډول ماڼۍ د دې پرځای چې ونړول شي بايد ورغول شي.

لرغون پوه محمد اشرف آشنا اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال د نارنج ماڼۍ ډېرې برخې د غاصبینو له لوري لاندې شوي او د خلاصون له پاره يې د طالبانو حکومت تر اوسه هيڅ کوم اقدام نه دی کړی.

نوموړی وايي، دا ځمکه تر ۲۳۴۱ کلن تاريخ لري او په اوسنۍ زمانه کې د افغانستان د ميراث حيثيت لري.

دی زياتوي چې تر دې وړاندې هم ځينو کړیو هلته خپل سري کيندنې کړي او تر نيم ډېر لرغوني اثار يې ورڅخه غلا کړل.

د ده په خبره چې د طالبانو حکومت بايد د دغې ماڼۍ د شاوخوا ځمکې له غاصبینو خلاصي کړي او شاوخوا یې سيم خاردار راتاو کړي.

دغه تاریځ پوه زیاته کړه، چې اوس مهال هم په دې لرغوني ماڼۍ کې په لسګونه تاريخي اثار پراته دي او په تړاو يې سرپرست حکومت کومه پرېکړه نده کړې.

محمد اشرف آشنا وایي: «د افغانستان د تاريخي ځايونو څخه ساتنه پر حکومت او عام وګړو فرض ده، د افغانستان له تاريخي ځايونو څخه هر کله غلاوې کېږي، غصب کېږي، مسوولين بايد جدي ګامونه پورته کړي، دا د سیلانیانو له پاره هم ښه ځایونه دي ځکه زموږ ميراثونه دي او ترڅنګ يې د‌ هېواد له پاره د پيسو ګټلو يو ښه منبع کیدلی شي.»

لرغون پوهان وایي، داسې تاریخي ځایونه باید دوباره ورغول شي او دا دیو هیواد د حیثیت تر څنګ د پیسو ګټلو یوه ښه منبع ده

هغه کسانو چې د نارنج ماڼۍ په شاوخوا کې يې دوکانونه جوړ کړي زياتوي چې په ښار کې يې بل کوم خاص مکان نه ترسترګو کېده نو ځکه اړ شول څو دلته دوکان جوړ کړي.

عنايت الله اطلاعات روز ته وويل، چې د تېرو اوو کلونو ر‌ا په دې خوا دلته دوکانداري کوي او دا ځمکه يې لاندې کړې.

ده زياته کړه چې دا مانۍ په تېرو کلونو کې د بېلابېلو کړيو له لوري کېندل شوې او اوس مهال په‌کې خاص څه نه لیدل کېږي.

نوموړی وايي، تر هغه وخته له دې سيمي څخه خپل دوکان بل ځای ته نه انتقالوي تر څو چې د طالبانو حکومت ورته ځمکه نه وي ورکړي.

ده وويل ځینو خلکو د دې مانۍ ديوالونه نړولي او کورونه يې په‌کې جوړ کړي او يو شمېر کسانو بيا تر دې لرغوني مانۍ لاندې کروندې کرلي.

عنايت الله د طالبانو له حکومت څخه غواړي څو دا ډول تاريخي ځايونه له سره ورغوي او دوی ته په همدې سيمه کې دوکانونه جوړ کړي.

یو شمیر عام وګړو د نارنج ماڼې ترڅنګ کورونه او دوکانونه جوړ کړي او د دې ماڼۍ ځمکه یې عصب کړې ده

هغه زياته کړه: «دلته خو يوازې زه نه يم، ته خپل څلورو خواوو ته وګوره دا ټولو دلته ځمکې غصب کړي، تاريخ اوس ولاکه څوک پېژني بس هر يو خپل جېب ډکوي، موږ په خپلو ميراثونو نه پوهېږو، حکومت توجه نه ورته کوي دلته نو عام ولس څه وکړي.»

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په نارنج ماڼۍ کې د کيندنې او پلټنې چارې پېل شوې وې، چې پر مهال يې يو شمېر تاريخي او لرغوني آثار هم را ايستل شوي.

د طالبانو د حکومت ځايي مسوولين زياتوي چې د دې کيندنو پر مهال یې د څه کم يو ميليون افغانيو په ارزښت سايوان جوړ کړی ترڅو د تخريب او نړېدو مخنيوی وشي.

د نارنج ماڼۍ خوا کې د مدرسې جوړول په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې کار مخه ونیسي.