خوست کې یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګلولو وژغورل شو

اطلاعات روز: خوست کې طالب چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.

د خوست له امنیې قومندانۍ څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس د دغه ولایت د اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د راز محمد په نوم یو هلک چې د ښوونځي زده کوونکی و نن (سې شنبه، ۱۴، د چنګاښ) د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د خبرپاڼې په حواله چې په دغو عملیاتو کې درې انسان تښتوونکي او یو سراچه موټر هم طالبانو نیولي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې له نیول شویو درې تنو اختطاف کوونکو سره یو میل کلاشینکوف او یوه عراده سراچه موټر هم د طالبانو د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د خوست ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر صابر صابري وايي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

خوست کې د غلا او انسان تښتونو پېښو خلک سخت اندېښمن کړي او د مخنیوي برخه کې د طالبانو له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د روان وضعیت سمون لپاره کوټلي ګامونه واخلي.