انځور: باختر خبري اژانس

زابل کې څه باندې ۵۰ ماشومان په یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو خبر ورکړی، چې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې تر ۵۰ ډېر ماشومان په یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي دي.

باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې نشرات کوي ليکلي چې دغه ناروغۍ د «کولرا» نښې لري.

د دغه ریپوټ له مخې زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي ویلي، چې د ناروغو ماشومانو د درملنې او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې يو ګرځنده روغتيايي ټيم سيمې ته استولى دى.

تر دې مخکې هم په زابل کې د «کولرا» ناروغۍ خپره شوې وه او لسګونه کسان پرې اخته شوي وو.

کولرا د اسهال یوه ساري ناروغۍ ده چې د ویبریو کلرا (Vibrio cholerae) د باکټریاگانو څخه منځ ته راځي. دا وبایي ناروغۍ له ناپاکو، ککړو خوړو اوناپاکو ککړو اوبو څخه چې زیاتره وخت دسېلابونو له راتگ او د چاپېریال دککړتیا له امله دڅښلو په اوبو او غذا کی دوایبریو کولرې باکتریا گډیږي او په انسانانو لگیږي اونښې یې دانسان په وجود کی له ۵-۱ ورځو وروسته په ناڅاپي توگه دسخت اسهال اوکانگو (قی) په بڼه راښکاره کیږي چې دبدن اوبه اونور مایعات په خطرناکه توگه اغېزمنوي.