انځور: Anadolu Agency

جرمني له افغانستان سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې له اړمنو سره د المان د ۵۰ میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی دی.

د اوچا په وینا، جرمني د افغانستان سره په ۲۰۲۳ کال کې هم د پنځه میلیونه یورو ژمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن (چهارشنبه، ۱۵ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې المان د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې دوهم ستر مرستندویه هېواد دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې ۱۵۲.۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

وچکالۍ او سیاسي بدلونونو د افغانستان خلک د فقر او بیکارۍ سره مخامخ کړي او دغه کچه ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده. د شمیرو له مخې د افغانستان نیمایي نفوس له لوږې سره مخ دی او د نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.