پکتیکا کې د څارویو بیې په بېساري ډول لوړې شوي

اطلاعات روز: د لوی اختر ورځو په رانږدې کېدو سره په هیواد کې د ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ پکتیکا کې هم د څارویو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د اختر قربانۍ لپاره خلک د څارویو د اخیستلو په لټه کې دي، خو لوړو بیو ته په کتو ډیری خلک یې د رانیولو توان نه لري.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي له اړونده مسوولینو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې د خپل سریو مخه ونیسي.

په دې اړه د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکي شاه ولي خان اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ پرون د مال منډيي ته لاړو هلته په رسېدو مو چې څاروي بیه کړل د نورو ورځو په پرتله یې اوس بیې دوه برابره لوړې شوې وې، یعنې پخوا به مناسب غویې په ۳۵ یا ۴۰ زره افغانۍ و خو اوس یې قیمت ۷۰ او یا هم ۸۰ زره افغانیو ته لوړ شوی دی.»

د پکتیکا اوسیدونکي وایي، سږ قرباني ته هیڅوک زړه نه ښه کوي ځکه د څارویو قیمت یو پر دوو لوړ شوی دی

د میرعالم په نوم یو بل ځوان هم د څارویو له لوړو بیو شکایت وکړ او وېویل، د مسوولینو د نه پاملرنې له امله د څارویو سوداګرو په خپل سر ورته بیې ټاکلي او په ښکاره ډول دغه کار کوي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره دې د پکتیکا ولایت د ښاروالۍ او کرنې ریاست جدي اقدام وکړي.

هغه وویل: «خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، هغه چې اقتصاد یې یو څه ښه هم وي خو د څارویو لوړو بیو ته په کتو یې د رانیولو توان نه لري، زمونږ له ولایتي مسوولینو غوښتنه دا ده، چې د مال له منډيي په وخت نظارت وکړي او د سوداګرو د خپل سریو مخه ونیسي.»

په همدې حال کې بیا د ارګون ولسوالۍ یو اوسېدونکي خان زمان اطلاعات روز سره په خبرو کې دا د پوښتنې وړ وباله چې څنګه بهر ته د څارویو د قاچاق مخنیوي سربېره بیا هم هیواد کې د څارویو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

د نوموړي په وینا چې له روان وضعیت مالومیږي، چې د قاچاق مخنیوی یوازې د حکومت شعاری او لاهم په لویه کچه پاکستان ته څاروي د خرڅلاو په موخه وړل کیږي.

د پکتیکا د څاویو منډوی چې زیاتره سوداګر دلته مالونه راوړي او په خلکو یې پلوري

زمان وايي: «حکومت وايي، چې مونږ په قاچاق د څارویو مخ نیولې، ولې مونږ ته سوال دا را پیدا شوی چې حکومته تا خو د قاچاق مخه نیولې او دا شعار هم ورکوې، نو ولې د پخوا په پرتله چې په تېرو کلونو کې هم د څارویو بیې په دې ورځو کې دومره نه وې لوړې شوې اوس لوړې دي.»

و مو غوښتل چې په دې اړه د پکتیکا د ولایتي مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ډېرو هڅو او انتظار وروسته یې بیا هم ځواب رانکړ.

د اختر ورځو په نږدې کېدو هیواد کې نه یوازې د څارویو بیې لوړې شوې، بلکې په ګڼو ښارونو کې د خوراکي او سون توکو په بیو کې هم د پام وړ لوړوالی راغلی دی.