لغمان کې د یوه موټر چپه کیدو له امله شپږ کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې طالب مسوولین وایي، د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کیدو له امله شپږ کسان ژوبل شوي دي.

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۴ د چنګاښ) ماښام مهال د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په«چاناک» سیمه کې د یو سراچه موټر د چپه کیدو په پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.

نوموړی وایي، ټپیان یې په وخت د لغمان روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو د درییو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.

په دې وروستیو کې د ختیځو ولایتونو سربیره د هیواد په یو شمیر نورو سیمو کې هم ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول ښودل شوي دي.