زابل کې په کولرا د اخته ناروغانو له ډلې دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولين وایي، د دغه ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې دوده تنه د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۴ د چنګاښ) د دغه ولايت د دای چوپان ولسوالۍ په «دوزي» سیمه کې ۶۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له هغې جملې څخه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړی زیاتوي، چې د ناروغانو د درملنې له پاره يې سيمي ته عاجل ګرځنده روغتيایي ټیم لېږلی ترڅو په سيمه کې د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسي او د اخته کسانو درملنه وکړي.

د حکیمي په وینا، چې هغه ناروغان به روغتون انتقال کړي چې روغتيايي وضعيت يې نازک وي.

هغه زیاته کړه، ښځې، نارینه او ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي او اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

د يادونې وړ چې تر دې يوه ورځ مخکې هم د دغه ولايت په سیورې ولسوالۍ کې پنځوس ماشومان په کولرا ناروغۍ اخته شوي وو.