انځور: ټولنیزې رسنۍ

ختيځو ولایتونو کې سیلابونو نهه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: د هیواد ختیځو ولایتونو کې د تېرې ورځې زیات ورښت له کبله راوتلو سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ یو اوسیدونکي امرالله نن (پنج شنبه، ۱۶ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تیرې ورځې سیلابونو له امله د یادې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې څلور کسان مړه او ګڼ شمیر څاروي تلف شوي دي.

نوموړی له مرسته کوونکو بنسټونو غواړي، چې د حصارک په ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

اخوا د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف اطلاعات روز ته وویل، د تېرې ورځې سیلابونه چې له نورستان پیل شوي و، له یاد ولایت سره د کونړ په ګاونډي ولسوالیو کې یې خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

هغه وویل، یو کوچنی ماشوم او یوه مېرمن د سیلاب اوبو له ځان سره وړي و، چې وروسته یې د ځایي خلکو په مرسته جسدونه له اوبو راویستل شوي دي.

د ښاغلي حنیف په خبره سیلابونو د دې ولایت په اړوند سیمو کې يو شمېر فرعي سړکونه، ویالی او کرنیزي ځمکې هم زیانمنې کړي او په ځینو سیمو کې د خلکو د تګ ـ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې شوي.

بل لور ته په نورستان ولایت کې هم سختو بارانونو او سیلابونو دوه کسان مړه کړي او همدارنګه په واما ولسوالۍ کې سیلابونو د «کنډک او تپېریګل» پلونه په بشپړه توګه نړولی .

له لغمان هم یو شمیر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په لغمان کې سیلابونو ځایي اوسیدونکو ته د سر او مال زیان ور اړولی؛ خو تر اوسه یې د دقیق شمېر په اړه ځايي طالب چارواکو رسنیو ته څه ندي ویلي.

تېره ورځ د ختيځ زون د څلور ولایتونو په یو شمېر سیمو کې زیات باران وشو، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه ورسول.