پکتیا کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې طالب مسوولین وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله درې کسان مړه شوي او د ګڼو مالي زیانونو سربېره یې څه باندې ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.

د دغه ریاست طالب رییس نثار احمد نجات وايي، د پکتیا ولایت په مرګز ګردیز او احمد اباد ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

هغه وايي: «له تېرو دوو اونیو راهیسې سختو اورښتونو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز اړوند مهلن سیمه، څپړۍ، تېره او د احمد ابا ولسوالۍ په ګډون په ځینو نورو سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوان اوښتی. تر اوسه چې مونږ معلومات تر لاسه کړي نو د درې کسانو جسدونه پیدا شوي او له ۵۰۰۰ ډېره کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.»

په پکتیا ولایت کې د ځینو سیمو بزګران کرنیزو فصلونو ته هم د سخت زیان ور اوښتو خبره کوي، دوی وايي، چې په سیمو کې یې کرل شوې لوبیا، کچالو، مڼې او نورو فصلونو ته سخت زیان اوښتی دی.

په دې اړه یو تن بزګر سردار ولي داسې وايي: «زمونږ نه یوازې ځمکې له منځه تللې دي، بلکې د بزګرانو په هر پټي کې لوبیا، کچالو او نور ګڼ فصلونه له منځه تللي دي، زمونږ غوښتنه له حکومت دا ده چې له مونږ سره همکاري وکړي او د لا نور تخریب د مخنیوي لپاره باید په خوړونو کې استنادي دیوالونه جوړ شي.»

د پکتیا سربېره په لوګر، میدان وردګو او ځینو نورو ولایتونو کې هم وروستیو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي دي، خو حکومت یې تر اوسه له رسنیو سره کره شمېر نه دی شریک کړی.