طالبان: کابل کې مو د «خوارجو» پر پټن ځای د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه ووژل

اطلاعات روز: طالبان وايي، چې د دوی ځواکونو په کابل کې د «خوارجو» پر یوه پټن ځای د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه وژلي او څلور نور یې نیولي دي.

دغه عملیات د پلازمینې په سه صدوپانزده فامیلي سیمه کې د چهارشنبې په شپه (۱۵ د چنګاښ) ترسره شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یوه ټويټ کې ليکلي، چې په دې عملياتو کې ګڼ تخریبي وسایل او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

مجاهد ویلي چې یادو «جنایت کارانو» د تخریبي اعمالو اراده درلوده چې په نطفه کې خنثی شول.

طالبان د داعش د ډلې غړي د « خوارجو» په نوم سره یادوي.

د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته داعش د ملکي وګړو او طالبانو پر وړاندې د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی.