انځور: د حرمین شریفین فیسبوک پاڼه

سعودي عربستان کې د حج مراسم نن رسماً پېل شول

اطلاعات روز: د حرمین شریفین فیسبوک پاڼه خبر ورکوي چې نن ټول حاجیان د مینا شریفې پر لور روان شول او د حج مراسم رسما پېل شول.

نن (پنج شنبه، ۱۶ د چنګاښ) به ټول حاجیان مینا شریفې ته ورسیږي، سبا سهار به د عرفات غونډۍ ته خیژي او د حج پاتې مناسک به ادا کوي.

سږ کال له ټولې نړۍ څخه یو میلیون حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی چې د دغې فریضې د ادا کولو له پاره د افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ تنه حاجیان هلته رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وبا له دوه کلن ځنډ وروسته د سعودي عربستان په دوو لویو ښارونو مکه مکرمه او مدینه منوره کې د حج مراسم یو ځل بیا پېل شول.