کندهار او زابل کې د ترافیکي پیښو له امله ۳۵۶ کسان ژوبل شوي دي

اطلاعات روز: کندهار او زابل ولايتونو کې روغتیایي مسوولین وایي، په دې ولایتونو کې د جلا ترافیکي پیښو له امله ۳۵۶ تنه ژوبل شوي دي.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي وايي، چې د اختر په تېرو څلورو ورځو کې ياد روغتون ته له ترافيکي پېښو له امله ۱۵۲ کسان ور وړل شوي دي.

دی وایي، ټپي شوي کسان تر ډیره کم عمره ماشومان دي.

نموړی زیاتوي: «تر اوسه پورې ميرويس حوزوي روغتون ته ۱۵۲ کسان د ترافيکي پېښو له امله راوړل شوي، ۳۶ تنه د اختر په لومړۍ ورځ، ۵۸ تنه په دوهمه او ۵۸ کسه د اختر په دريمه ورځ راوستل شوي، غوښتنه موږ له والدينو څخه دغه ده چې خپل نقليه وسايط ماشومانو او کشرانو ته ورنکړي.»

دغه راز زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل چې د اختر په تېرو څلورو ورځو کې په زابل کې د ترافیکي پیښو په نتیجه کې څه باندې ۲۰۰ تنه ټپيان شوي دي.

دی وايي، د ترافيکي پېښو له کبله ټپيان شوي کسان پر وخت روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

د ډاکټر عبدالحکیم حکيمي په خبره: «په دې پېښو کې ۱۱۱ تنه ناروغان د زابل د شاجوی روغتون ته ور وړل شوي، ۸۵ تنه دولتي ولايتي روغتون ته انتقال شوي او ۸ کسه نور شهر صفا کې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي، نور الحمدالله مړينه نه ده رامنځته شوې.»

د يادونې وړ ده چې هر کال د اختر په شپو او ورځو کې د خلکو د بې احتياطۍ له کبله کندهار، هلمند، زابل او نورو ولايتونو کې په ډېر شمېر ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې ډیری خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.