هلمند کې یو سپین ږیری اوبو ډوب کړی او مړی شوی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې یو کس سیند څخه د تیریدو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، د عبدالحکیم په نامه یو سپین ږیری نن ( چهارشنبه، ۲۲ د چنګاښ) د کجکي او زمینداور ترمنځ سیند څخه د تېریدو پرمهال اوبو ډوب کړی دی.

نموړی زیاتوي پيښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغه کس غوښتل له کجکي څخه زمينداور ته د ياد سيند له لارې واوړي چې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د ده په خبره د ياد کس جسد په اوبو کې د کښتۍ چلونکو لخوا پیدا شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې دغه ډول پيښې نږدې هره ورځ رامنځته کيږي چې څو ورځې وړاندې هم ددغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دوه کسان په اوبو کې ډوب شوي وو.