نيمروز کې يو کس ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: نیمروز کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز زرنج کې يو کس ځان زندۍ کړی دی.

د نيمروز ولايت له پاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بهرام حقمل نن ( پنج‌شنبه، ۲۳ د چنګاښ) خبر ورکړی چې دغه کس د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې په «سیاه چشمانو» سیمه کې ځان زندۍ کړی دی.

نموړی زیاتوي، یاد کس احمد طیب نومیږي او د پروان ولایت اصلي اوسیدونکی دی.

د ده په خبره چې احمد طیب د رواني ناروغۍ له امله ځان زندی کړی او جسد يې د څیړنو په موخه د زرنج ولايتي روغتون ته انتقال کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي چې لامل یې فقر او غربت ښودل شوی دی.