لوګر کې ناپیژانده وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي په ډزو وژلي

اطلاعات روز: لوګر کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز پل عالم کې ناپیژانده وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي په ډزو سره وژلي دي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۲ د چنګاښ) شاوخوا یوه بجه د پل عالم اړوند «ښاروال هوټل» ته څېرمه د نانوايي څلور کامندان چې ټول د یوې کورنۍ غړي و، مخ پټو وسله والو په ډزو سره وژلي دي.

د سرچینې په حواله په وژل شویو کې درې وروڼه او یو یې هم د کاکا زوی شامل دی.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه معلومه شوې چې دغه کسان په کوم جرم او د چا له خوا وژل شوي دي.

لوګر کې د هدفي وژنو، غلاوو او نورو جنايي پېښو په ډېرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن دي او د طالبانو له مسوولو امنیتي ارګانونو د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.