لوګر کې د ښوونځي یو زده کوونکی سیلاب غرق کړی

اطلاعات روز: د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ښوونځي یو زده کوونکی د سیلاب راوتلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند عرب رسنیو ته تاید کړې چې په برکي برک ولسوالۍ کې د «رستم خېلو» ښوونځي یو زده کوونکی سیلاب وړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا د وثیق الله په نوم یاد زده کوونکي اوس مهال په نهم ټولګي کې زده کړې کولې.

د لوګر سربېره په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته د مالي زیان ترڅنګ ګڼ ځاني تلفات هم اړولي دي.