کندهار کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د کرونا ضد واکسین دېرش ورځنی کمپاین پیل شو.

کندهار کې د کتلوي معافيت آمر حزب الله فطرت وایي، چې د نورو ولايتونو ترڅنګ نن (شنبه، ۲۵ د چنګاښ) په کندهار کې هم د کرونا ضد واکسین کمپاین پيل شو.

نوموړی زیاتوي، د دغه کمپاين پر مهال به شاوخوا يو لک او ۹۴ زره هغه کسان واکسين شي چې تر دې وړاندې نه دي واکسین شوي او عمرونه يې له اتلس کلنۍ څخه پورته وي.

ده وويل، چې د واکسين دغه پروسه به د ۳۳۰ تنه ښځينه او نارينو واکيسناتورانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

هغه کندهار کې له قومي مشرانو، علماوو، سپین ږېرو او ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل تر څو د دغه د واکسين د تطبيق په برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.

دی زياتوي چې کندهار کې کرونا ويروس لا هم شتون لري او ورسره د ډېرو هېوادوالو ژوند په خطر کې دی.

په دغه ولايت کې د کرونا د ناروغانو له پاره يوازينی روغتون هم اوس د درملو د نشت سره مخ دی او چاري يې ټکنۍ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې کندهار ولايت کې د کولرا ناروغۍ زیاته شوې او ګڼ شمېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

خو په ورته وخت کې د کندهار ميرويس حوزوي روغتون رسنيو ته له معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي او وايي، چې ورته امر شوی تر څو د کولرا ناروغۍ معلومات له رسنيو پټ وساتي.