د طالبانو لخوا د خبريالانو د نيولو دوام؛ ارزګان کې يو بل خبريال نيول شوی

اطلاعات روز: د افغانستان رسنيز بنسټ په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په ارزګان کې د «سلام ارزګان» په نوم د يوې خصوصي راډيو خبريال د طالبانو لخوا نيول شوی او دا مهال په زندان کې دی.

د دغه بنسټ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو ادعا کړې چې نيول شوي خبریال جنايي جرم ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې د نیول شوي خبریال شمس الله شمس کورنۍ وايي، چې شمس کوم جنايي جرم نه دی ترسره کړی او د هغه نيول له دوی سره ظلم دی.

دغه راز د شمس الله شمس نيول کيدو په ارزګان کې د خبريالانو غبرګونونه راپورته کړي او پر طالبانو يې غږ کړی چې خبريالان دې په يوه او بل نوم نه نيسي.

موږ هڅه وکړه چې د دغه موضوع په اړه په ارزګان کې د طالبانو د سيمه ييزو مسوولينو نظر هم را واخلو خو د هغوی د نظر په اخيستلو بريالي نه شولو.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم  د خبریالانو د ملاتړ داخلي او بهرنیو ټولنو په افغانستان کې د خبريالانو پر وضعيت انديښنه ښودلې وه او د طالبانو څخه يې غوښتي و چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

څه موده مخکې هم په ارزګان کې يو سيمه ييز خبريال خان محمد سيال طالبانو دوې مياشتې بندي کړی و او ادعا يې کوله چې ياد خبريال جنايي جرم ترسره کړی دی. خو طالبانو یاد خبریال تر دوه میاشتو بند وروسته ازاد کړ او ویې ویل چې کوم جرم نه لري.