لغمان کې ناپیژانده وسله والو د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، ناپیژانده وسله والو د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه غړي په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره شپه (جمعه، ۲۴ د چنګاښ) شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو د یوې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینه زیاتوي د دغه وسله والو په ډزو کې د یادې کورنۍ یو ماشوم او یو سپین ږیری ټپیان شوي دي.

لغمان کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي خو وایي، په اړه یې څیړنې پېل کړي دي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

هیواد کې په دې وروستیو کې پټې وژنې زیاتې شوي چې تېره اونۍ په لوګر کې هم د یوې نانوایي څلور تنه کارکوونکي نا پیژانده وسله والو په نیمه شپه کې وژلي وو چې د یوې کورنۍ غړي وو.