اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د تېر حکومت د ملي امنیت یو کارمند ناپیژانده وسله والو په ډزو وژلی دی.
یوه ځایي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي نن (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې ناپیژانده وسله والو د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په بازار کې د احمد سیار په نامه د تېر حکومت د ملي امنیت کارمند په ډزو وژلی دی.
سرچنیه زیاتوي چې وژل شوي کارمند د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې ژوند کاوه، چې نن سهار د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې قاتلین په تېښته بریالي شوي دي.
تراوسه لغمان کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د تېر حکومت نظامیان د یو شمیر ناپيژانده وسله والو له لوري په مرموز ډول وژل کیږي.