لغمان کې سیلابونو شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ورستیو سیلابونو او ورښتونو لغمان اړوند الینګار کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

لغمان کې د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي ريیس خیر محمد غازي نن (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره شپه د دغه ولایت علینکار ولسوالی نورلام صاحب درې اړوند «ګنده ګل» او مهترلام مرکزي سیمو کې د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، چې سیلابونو په یادو سیمو کې د ځایي خلکو د دوه نیم زره کرنیزې ځمکې د تخریب سربیره په سلګونه څاروي هم له منځه وړي چې دهقانانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.

د یادې ادارې د معلوماتوماتو له مخې سیمې ته یې د سروې ټیمونه استولي او د زیانمنو شویو کورنیو سروې یې پیل کړې ده، چې له بشپړیدو وروسته به له اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره شي.

له دې وړاندې په ننګرهار،کونړ او نورستان ولایتونو کې هم سیلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي وو.