په خاص ارزګان کې «کولرا»؛ ۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته، څلور یې مړه شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولین خبر ورکوي، چې تازه د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۵۰ تنه په «کولرا» ناروغۍ اخته شوي چې څلور تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د روغتیايي برخې امر ډاکټر بشير احمد عزتمل اطلاعات روز ته وويل، چې تراوسه په دغه ولسوالۍ کې تر ۵۰ پورې کسان په «کولرا» ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې څلور ماشومان مړه شوي دي.

د هغه په وينا، نږدې ۱۵ تنه هره ورڅ د یادې ناروغۍ له امله کلینیکونو ته بیول کېږي.

هغه وايي که دغه ناروغۍ کنټرول نه شي ډير شمير کسان به دغه ولایت کې پرې اخته شي.

د عزتمل په خبره، د کولرا د پیداکيدو لامل پاک اوبو ته د خلکو نه لاس رسی دی.

د خاص ارزګان ولسوالۍ چې د افغانستان یوه لېرې پرته ولسوالۍ ګڼل کيږي، لږ شمير خلک يې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی لري.

په دغه ولسوالۍ کې د وروستيو راوتلو سيلابونو له امله د اوبو زيرمې وتړل شوې او ډير خلک له پاکو اوبو څخه بي برخې شول.