اطلاعات روز: د هلمند د اطلاعاتو او فرهنک ریاست مسوولین خبر ورکوې چې په باباجي ولسوالۍ کې یوه پنځه کلن ماشوم د اوبو حوض ته تر لوېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) د باباجي ولسوالۍ د «آب پاشک» په سیمه کي یو پنځه کلن ماشوم د اوبو حوض ته تر لوېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وایي، د محمد په نامه ماشوم چې د نوزاد ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی د ماما په کور کي په ناببره توګه د اوبو حوض ته لویدلی او ساه یې ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چي دوې ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو ماشوم زابر ته تر لویدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی و.