نیمروز کې د وریښمو لاره له دوه اونیو وروسته خلاصه شوه

اطلاعات روز: نميروز ولايت کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې يې د ايران سره د وریښمو لاره له دوو اوونيو تړل کیدو وروسته بېرته پرانيستله.

د نيمروز ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبيب الله الهام وايي، چې د ورېښمو لاره د نيمروز د ولایتي ادارې د هڅو په پایله کې د ترانزیټ او مسافرو پرمخ خلاصه شوه.

الهام زیاته کړه:«د پُل د پرانېستلو په موخه د افغانستان او ایران د اړوندو چارواکو تر منځ غونډې وشوې، چې په پایله کې یې پرېکړه وشوه چې لار خلاصه او په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې ترسره شي.»

په همدې حال کې هغه افغانان چې په قانوني توګه ايران ته د تللو اراده لري، د ورېښمو د پُل د پرانیستلو لپاره د سيمه ييزې ادارې له هلوځلو څخه خوښي څرګندوي او د پولې هغه خواته ايراني اتباعو هم د دغې لارې د پرانیستلو په اړه د پيغامونو په استولو سره خوښي څرګند کړې ده.

د اطلاعات او فرهنګ ريیس وايي، چې د ورېښمو د لارې د بندېدو لامل، څه موده وړاندې د ايران د سرحدي ځواکونو ډزي وې، چې په دوو بېلابېلو پېښو کې یې يو افغان ماشوم ووژه او درې نور ماشومان ټپيان کړل.

پر دغه لاره هره ورځ زرګونه افغانان تګ راتګ کوي.