اوسنیو حالاتو کې د کندهاري ممثلینو پر وړاندې ولاړې ستونزې

اطلاعات روز: کندهاري ممثلين اوس په ډېر غربت، ستونزو او کړاوونو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته ځينې د هېواد پرېښودو ته اړ شول او ځينې لا هم پاتې دي.

کندهار کې که څه هم د تياتر مينه‌وال د پخوا په شان ډېر دي او په زياته کچه خلک د تياتر هنر خوښوي خو بيا هم ممثلين له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

يو شمېر يې له دندو ګوښه شوي، ځينې شخصي کاروبار پر مخ وړي او يوازې څو تنه يې اوس مهال د تلویزیون پر پرده او سټيج راڅرګندېږي.

سره له دغو ستونزو او مشکلاتو يو شمېر کندهاري ممثلين دومره ناتوانه شوي چې آن د ځان د درملنې وس او توان نه لري.

د کندهار ممثلین چې د نورو په شنډو مسکا راولي خو خپله د کړاوونو ډک ژوند تیروي

محمد شاه مفتون هغه کندهاری ممثل چې تر يوې لسيزې يې د تمثیل او تياتر په برخه کې ډېر کار کړی خو اوس له دردونو څخه کړېږي او له تېرو څو مياشتو راهيسې په روغتون کې بستر دی.

محمد شاه مفتون پر خواله رسنيو په يوه ويډيويي پيغام کې په داخل او بهر کې له مېشتو افغانانو د ده د ښې درملنې لپاره د مرستې راټولولو غوښتنه کوي، ځکه په وينا يې چې اوس مهال يې روغتيايي حالت ښه نه دی.

هغه په خپل دغه ويډيویي کليپ کې ويلي چې د رنګ نيسا په ناروغۍ اخته دی او په هېواد کې يې درملنه امکان نه لري نوځکه اړ دی ترڅو ګاونډ پاکستان ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

خو د دې ويډيو له خپرېدو څو ورځې وروسته د هغه ژبې هم کار پرېیښی او د خبرو کولو توان يې هم له لاسه ورکړی.

په دې اړه مو د نوموړي له زوی څخه د پلار د روغتيا حالت په اړه وپوښتل خو هغه اطلاعات روز ته وويل چې اوس وخت يې پلار د نارغۍ په سخت حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.

دی زياتوي چې پلار يې محمد شاه مفتون خبري نه شي کولای او له څو بېلابېلو ناروغیو څخه کړېږي.

د ده په خبره چې له اتو مياشتو راهيسې يې پلار په روغتون کې بستر دی او تر اوسه پورې یې هيڅ کوم نهاد او موسېسې د درملنې په برخه کې لاس نيوی نه دی کړی.

دی له افغان پانګوالو او هېوادوالو غوښتنه کوي ترڅو د پلار په درملنې کې ورسره مرسته وکړي او شته ستونزې يې حل کړي.

ځینې ممثلین چې د ناروغۍ په بستر پراته دي د خلکو او تجارانو څخه غوښتنه کوي چې مرسته ورسره وکړي

نموړي داسې وویل: «پلار مې کلونه کلونه د تياتر په برخه کې خدمت وکړ خو اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی، زه ډېر زورېږم د مرستې څوک نشته ځينو کسانو د مرستې وعده راکړې خو تر اوسه يې څرک نه دی ليدل شوی، زما پلار ډېر سخت ناروغ دی، د رګ نيسا په ناروغۍ هم اخته دی.»

کندهار کې اوس وخت د تياتر دود د لمنځه تلو په حال کې دی، ځکه نوي کسان دغه هنر ته زړه نه ښه کوي او هغه کسان چې په زړه کې مينه ورسره لري دا مينه يې همغسې پټه ساتلې ده.

عبدالنافع آفتاب يو له هغو کسانو څخه دی چې له کلونو د تمثیل او تياتر په برخه کې کار کوي.

د نوموړي سلګونه ډرامې په تلويزيونو کې خپرې شوي او د خپل هنر له لارې يې هېوادوالو ته بېلابېل اصلاحي پیغامونه رسولي دي.

عبدالنافع آفتاب اطلاعات روز ته وويل، تر نيم ډېر ممثلين د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې خپلې ورځنۍ چارې په ښه ډول پرمخ يوسي.

آفتاب زیاتوي، د کندهار ډېر شمېر ممثلين اوس مهال د اقتصادي مشکلاتو له رکشه او يا هم د لاس ګاډی چلوي ترڅو پيسې وګټي.

دغه کندهاری ممثل وايي، تر اوسه کوم چا له کندهار مېشتو ممثلينو سره مرسته نه ده کړې او د ګوتو په شمېر ملګري يې له افغانستان څخه بهر تللي دي.

د ده په خبره، له هېواد څخه د تللو اراده نه لري او له خپلو ملګرو سره به په ګډه د تياتر او تمثيل هنر ژوندی وساتي.

افتاب زیاته کړه: «کندهار کې زموږ زياتره ممثلين اول له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي، ته باور وکړه يوه اونۍ وړاندې يو بل ممثل راته زنګ وهلی و او راته یې وویل [ماته يو کار پيدا کړه، که صفا کاري وي، بل کار وي هر کار چې وي کوم یې] اوس مهال کندهاري ممثلين سخت اقتصادي مشکلات لري، هغه ته بايد توجه وشي.»

کندهار کې د تمثیل هنر د لمنځه تلو په حال کې دی ځکه چې دغه هنر ته نه خلک او نه هم دولت پاملرنه کوي

يو شمېر ممثلين زیاتوي چې په افغانستان کې د تياتر په قدر څوک نه پوهيږي او دلته له زوال سره مخامخ دی.

منير احمد خاکسار د تياتر هغه ځوان لوبغاړی چې په ډېرې کمې مودې کې ډېرې لاسته راوړنې لري ده اطلاعات روز ته وويل، د تياتر هنر د خلکو په زړونو کې ځای لري خو په قدر يې څوک نه پوهيږي.

دی وايي، خلکو ممثلين تشويق کړي خو له اقتصادي ستونزو څخه یې ځانونه نه دې خبر کړي چې اوس د تياتر هنرمندان په کومو ستونزو کې راګیر دي.

خاکسار وويل، ممثلينو ته په رسنيو کې کار ورکول شوی خو په ډېر ټېټ معاش، هغومره چې يوازې د دوی د کور او دفتر ترمنځ دوه طرفه کرايه شي.

هغه وويل، حکومت تر اوسه نه له ممثلينو سره مرسته  کړې او نه هم پاملرنه ورته کوي چې دوی اوس په کوم حال کې دي.

خاکسار زياته کړه: :«په اول قدم کې له رسنيو څخه ګيله لرو چې زموږ د‌ تياتر هنر په زر افغانۍ رانيسي وروسته د طالبانو حکومت څخه دغه غوښتنه لرو چې ممثلينو ته پاملرنه وکړي، ځکه زموږ اقتصادي حالت ورځ تر بلې د ضعيفه کېدو په حال کې دی، ډېری ممثلين داسې دي چې ماښام په تلويزيون ښکاري خو سهار د اقتصادي مشکلاتو له امله رکشه چلوي.»

د تياتر يو بل هنرمند چې نه غواړي نوم یې ياد شي اطلاعات روز ته وویل، د کور د اړتيا وړ سامانونه يې پلورلي او اقتصادي ستونزې يې پرې حل کړي.

دی وايي، اوس دومره له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي چې آن ځان يې تر سترګو بد برېښي.

دی زیاتوي، ماشومان، ميرمن، مور او پلار ټول هره ورځ ورته وايي چې نور دا هنر پرېږده او له سره نوی ژوند شروع کړه هغه څه چې د ده په وينا هيڅ امکان نه لري.

د ده په وينا: :«ولا ستونزې مو ډېرې دي، پخوا به لا يو چا مرسته راسره کوله، خو اوس هغه خپله په اقتصادي ستونزو کې راګير شوي موږ ورڅخه هير يو، اوس زموږ د هنر هيڅ قدر نشته ټول راته وايي تمثیل پرېږده څوک قدر نه درکوي، آن لس کلن ماشوم مې تېره ورځ ويل بابا ته دا کار نور پرېږده پيسې وګټه.»

کندهار کې د افغان فلم مسوول ولي جان ابراهيمي اطلاعات روز ته وويل، په دغه ولايت کې د تياتر هنر په ۲۰۱۳م کال کې ډېر ښه و او پر ځان د بسیا کېدو پر لور روان و.

ممثلین وایي، د کورنۍ غړي یې ورته هره ورځ وایي چې تمثیل پریږده یو داسې کاروبار وکړه چې پیسې پکې وي

دی زياتوي چې په هغه مهال کندهار کې شپږو پروډکشنونو فعاليت درلود او د فلمونو د دوبله کولو ترڅنګ يې د سيار تياتر هنر هم پر مخ بیوه.

نوموړی وايي، دغه پروډکشنونو خلګو ته د سيار تياتر له لارې عامه پوهاوی ورکوه او دغه راز يې په محلي تلويزيون کې د خلکو له پاره تفريحي خپرونې د‌هغوی په ژبه جوړولې، خو په وينا يې چې له هغې جملې يو شمېر پروډکشنونه د پخواني پرځول شوي حکومت پر مهال بند شول.

ابراهيمي زیاته کړه، هڅې یې پيل کړي ترڅو ممثلينو ته د کار زمينه برابره کړي.

د هغه په خبره: «اوس مهال کندهار کي تمثیل ډېر کمرنګ شوی چي لامل یې اقتصادي ستونزې او په مارکېټ کې د هغوی د خپرونو له پاره د بازار نه شتون دی، ځکه نو ډیرو ممثلین بې کاره شوي او يو شمېر يې اوس یا رېړۍ چلوي او يا هم رکشه چلوي.»

کندهار کې د تياتر هنر نږدې پنځه اتيا تنه ممثلين درلودل چې له هغې جملې اووه کسان له هېواد څخه وتلي او يو شمېر نورو دا هنر ته شا کړې.

اوس دغه هنر د څو محدودو کسانو له لوري پر مخ بيول کېږي خو دا خبره لا معلومه نه ده چې لا به کندهار کې د تياتر هنر تر کومه ژوندی وي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له بيا واک ته رسيدو وروسته يو شمېر د تياتر کارکوونکي او لوبغاړي د هېواد پرېښودو ته اړ شوي چې له هغه وروسته اوس دغه هنر په هېواد کې د شا تګ پر لور روان شوی.