انځور: Hafiz Zia Ahmad

پاکستان په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

اطلاعات روز: د پاکستان د انرژۍ وزارت مرستیال راشد محمود د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان پانګوالو په مرسته افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

یو پاکستانی پلاوی، چې د سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو په موخه کابل ته راغلی نن (چهارشنبه، ۲۹ د چنګاښ) یې له امیر خان متقي سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا، د ټرانزیټي ستونزو پر حل، د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا او د افغان مسافرو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د انرژۍ وزارت مرستیال راشد محمود ویلي: «موږ چمتو یو چې له افغان پانګوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړو او په راتلونکي کې به د ډبرو سکرو پر ځای له افغانستانه مستقیمه برېښنا واردوو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې طالبان به نه یوازې پاکستان، بلکې ټولو هېوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه دغه راز ویلي چې طالبان چمتو دي چې افغانستان په سیمه کې د «قطب او ترانزیت په مرکز» بدل کړي.

پاکستان دا مهال هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات زیات کړي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو برخه کې د ۲۴ ساعتونو لپاره سرحدي اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان په خپلو برېښناکوټونو کې د افغانستان د ډبرو سکاره کاروي، په داسې حال کې چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا تکیه کوي.