انځور: ACB

کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ روانې دي

اطلاعات روز: کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیک اتم پړاو سیالۍ د اته لوبډلو په ګډون سره روانې دي چې دا مهال مس عینک اتلان لوبډله د بند امیر ښاماران سره لوبه کوي.

مس عینک اتلان لوبډلې د شپږیزې لیګ د پنځمې لوبې پچه وګټله او بند امیرښاماران لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

دا لیګ د تېرې دوشنبې په ورځ (۲۷ د چنګاښ) په کابل کې پیل شو چې اتو لوبډلو پکې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د شپږیزې کرېکټ لیګ لوبلړۍ کې اته لوبډلې برخه لري او ۳۲ لوبې په کې پلان شوي، چې د زمري د میاشتې تر ۱۴مې نیټې پورې دوام کوي.

یادې سيالۍ چې بهرني لوبغاړي هم پکې لوبيږي ګڼ شمېر نندارچيان دا لوبې له نږدې ننداره کوي.

یاده دې وي چې د نن ورځې دویمه سیالۍ به ماسپښین د سپین غر پړانګان او کابل بازان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.