ارزګان کې یوه نابینا زده کوونکې: طالبان دې ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

اطلاعات روز: ارزګان کې یوه اته کلنه نجلۍ چې په سترګو څه نه ویني د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

ملالۍ چې په ټولګي کې اول نمره ده هره ورځ د خپلې خور پروانې په مرسته تر خپل ټولګي پورې دوه کیلو متره پلي مزل کوي.

دغه نجلۍ له طالبانو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ټولو ښځينه زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.

ملالۍ د ترینکوټ په کفترخانه سیمه کي په یوه کلیوالي ټولګي کې چي د یونیسف په مالي مرسته د کلیوالو دزدکړو لپاره جوړ شوی د ۳۴ نورو زدکونکو سره یو ځای زدکړې کوي او په خپل ټولګي کي اول نمره ده.

ملالۍ ټول درسونه له یادو زده کوي او ټولګیوالو ته یې تکراروي.

د ملالۍ پلار نیک محمد وایي لور یې د تعلیم سره مینه لري او له طالبانو څخه غواړي چي تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.

دی زیاتوي: «زما د طالبانو څخه دا غوښتنه ده چې زموږ د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې نه بندوي ځکه په دغه ښوونيزو مرکزونو کې نجونې هم عصري او هم ديني علم کوي.»

د ملالۍ ښونکی میرویس هم د طالبانو غوښتنه کوي چي تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي تر څو نسلونه مو له زدکړو بی برخي پاتې نشي.

د ارزګان د ترینګوټ په کفرخانه سیمه کې یو سیمه ییز ټولګی چې ۳۴ ماشومان پکې زده کړې کوي

ميرویس وايي، ملالۍ له تيرو دوو کلونو راهیسې په دغه سيمه کې زده کړې کوي او زياتوي چې د ټولګي اول نمره ده.

ملالۍ او ټولګیوال یې وایي، یوازینۍ هیله یی داده چي په هیواد کي د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړل شي او تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیستل شي.

تمه کیده چې طالبان به د روان کال د وري د میاشتې په دریمه د ښوونځیو دروازې پرانیزي خو دوی په همغه ورځ اعلان وکړ چې د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر امر ثاني پورې تړلي وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي دي چې په دې برخه کې د خپل مشرتابه جامع طرحې ته انتظار دي.

څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیالې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندېدل ښکاره تبعیض بللي و.

بشري حقونو ته پاملرنه په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د نړیوالې ټولنې یو اساسي شرط دی چې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.