لوی کندهار کې د «کولرا» وبا او که «کومه بله» ناروغي؟

اطلاعات روز: کندهار،زابل، هلمند او ارزګان ولايتونو کې د «کولرا» ناروغۍ څپه خو د طالبانو د سرپرست حکومت روغتيایي مسوولينو د «کولرا» پر ځای د شديدې نس ناستې نوم ورکړی دی.

له دوو اونیو زیات وخت تېر شو خو لا هم د طالبانو د سرپرست حکومت د روغتيا وزارت نه دی توانېدلی ترڅو دا ثابته کړي چې لوی کندهار کې کومه ناروغۍ د خپریدو په حال کې ده.

په دغو ولايتونو کې روغتيایي مسوولين وايي، کومه ناروغي چې اوس مخ پر خپرېدو ده ټول عرایض او علایم يې د «کولرا» دي خو تراوسه د عامې روغتيا وزارت له لوري ورته نه دي ويل شوي چې آيا رښتيا هم دا «کولرا» ناروغي ده او که نه.

خو د سيمې روغتياپالان وايي کومه ناروغۍ چې اوس مهال د خپرېدو په حال کې ده «کولرا» ته ورته علایم لري.

دوی زياتوي، چې د لوی کندهار په ډېرو سيمو کې ماشومان، ښځې او نارينه په دغې ناروغۍ اخته شوي او لا هم د پراخیدو په حال کې ده.

د کندهار د عامې روغتيا رياست معاون ډاکټر بسم الله وويل، کومه ناروغي چې اوس د زياتېدو په حال کې ده نس ناستي ته ورته ده او تر دا مهاله پورې شاوخوا ۶۲۰ تنه پرې اخته شوي دي.

ډاکټرانو تراوسه نه ده معلومه کړې چې خپره شوې ناروغۍ کومه ناروغۍ ده خو وایي چې کولرا ته ورته ده

دی وايي، له دغې وبا څخه تراوسه پورې کوم چا خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی او کنترول کړې یې ده.

ډاکټر بسم الله زیاتوي، د کومو کسانو درملنه چې يې ترسره کړې بېرته يې خپلو کورونو ته ستانه کړې دي.

د ده له قوله: «د نس ناستي ناروغۍ په اړه بايد ووايم چې د کندهار له بېلابېلو ولسواليانو څخه موږ ته تر اوسه د ۶۲۰ تنو په شاوخوا کې ناروغان راغلي، هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته شوي وو جوړ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي.»

دغه راز کندهار کې د باران موسېسې مشر ډاکتر محمد داود ايوبي زياتوي، چې د دوبي په موسم کې د «کولرا» او نس ناستي ته ورته ناروغۍ ډ خپرېدو په حال کې وي او په وينا يې چې چمتوالی يې ورته نيولی دی.

دی وايي، تر اوسه يې د کندهار ښار په ګډون د دې ولايت په شاولیکوټ، ډنډ، سپين بولدک او دامان ولسواليو کې د نس ناستي لسګونه پېښي ثبت کړي او درملنه یې ورته کړې.

دی زياتوي چې د ولايت په کچه يې بیړنۍ غونډه جوړه کړې او اوس مهال کندهار کې د همدې «کولرا» ته ورته ناروغۍ له پاره دوه روغتيايي مرکزونه ځانګړې کړي چې د CTC په نوم يادېږي.

د ډاکټر ايوبي په خبره: «کولرا ته ورته ناروغي راڅرګنده شوې،د کندهار ښار په شمول شاوليکوټ، ډنډ، سپين بولدک، او دامان په ولسواليو کې ګڼ کسان په دې نارغۍ اخته شوي، موږ د ولايت په سطحه اضطراري غونډه جوړه کړه، او دوه روغتيايي مرکزونه مو ورته ځانګړي کړل چې يو ميرويس حوزوي روغتون دی او بل يې خپله د کولرا ځانګړی روغتيايي مرکز دی.»

په همدې حال کې د کندهار ولايت يوې معتبرې روغتیايي سرچينې اطلاعات روز ته وویل، کومه ناروغي چې اوس وخت کندهار او نورو ولايتونو کې د خپرېدو په حال کې ده «کولرا» ده.

کولرا ناروغي دا مهال د لوی کندهار په ټولو ولایتونو کې د خپریدو په حال کې ده

دغه سرچينه وايي، د عامې روغتيا وزارت نه غواړي ترڅو دغه ارقام خپاره کړې، ځکه په وينا يې چې بيا له هېواد څخه ګاونډ پاکستان ته تلونکي تازه مېوي د واپس کېدو له ګواښ سره مخامخ کېږي.

سرچينې زیاته کړه چې د کولرا وبا له پېل څخه بيا تراوسه کندهار ولايت کې څلور کسانو يوازې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سرچينې په وینا: «کېدای شي چې تر ټول افغانستان د کولرا ډېرې پېښې په کندهار ولایت کې ثبت شوې وي، دلته حالت په رښتيا نه دی ښه، د کندهار د عامې روغتيا رياست نه غواړي چې اصلي ارقام خپاره کړي، تول ميرويس حوزوي روغتون د کولرا ناروغانو پر سر اخيستی دی.»

د يادونې وړ ده چې د کولرا ناروغۍ د‌ لومړي ځل لپاره په زابل ولایت کې راڅرګنده شوه چې له هغه ځای څخه نورو ولايتونو او سيمو ته انتقال شوه.

د زابل ولايت د عامې روغتيا ربيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، چې له پېل څخه بيا تر دې دمه په ياد ولايت کې ۳۵۰۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي او پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ده په وينا، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د همدې ناروغۍ څخه څوک نه دي مړه شوي او هغه کسان يې ولايتي روغتون ته انتقال کړي چې روغتيايي وضعيت يې نازک و.

په جنوبي ولایتونو کې لومړی ولایت زابل و چې کولرا پکې خپره شوه

نوموړي ډاکټر زياته کړه چې د همکارو موسېساتو او د طالبانو د سرپرست حکومت د روغتيا وزارت له خوا ورسره عاجلې مرستې شوي او د نورو هغو ژمنه هم ورسره شوې ده.

د ده په خبره: «د دې ناروغۍ له پېل څخه بيا تراوسه پورې زابل ولايت کې ۳۵۰۰ پېښې ثبت شوي، د بېلابېلو ارګانونو له لوري راسره عاجلې روغتيايي مرستې شوي او د نورو ادويه جاتو د راکولو ژمنه راکول شوې، ځینو همکارو موسېساتو زموږ د روغتيايي سيار ټيمونه د تقويه کولو او پراخولو ژمنه کړې ده.»

له زابل څخه يو تن ډاکټر چې نه غواړي نوم يې ياد شي وويل، د کولرا ناروغۍ لومړنۍ پېښه د دې ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې ثبت شوې خو په وينا يې چې د همدې سيمې د خلکو د بې احتياطۍ له کبله ېې اوس ځان تر ډېرو ولايتونو پورې رسولی دی.

ډاکټر زياته کړه: «کولرا اول د زابل ولايت د شاجوې ولسوالۍ په شېخال کلي کې رامنځته شوه، د سيمې خلکو پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلود او ناپاکې اوبه يې څښلې، اوله ورځ يې د ناروغانو شمېر ۱۵۰ تنه وو دویمه ورځ دا شمېر ۲۰۰ ته پورته شو.»

نوموړی وايي، که د طالبانو حکومت غواړي چي د دې ډول ناروغيو مخه ونيسي نو اړ دي چې له نړيوالو موسېساتو څخه مرسته وغواړي.

دغه راز د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال محمد قاسم رياض زياتوي چې د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې لسګونه کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي او تر دې مهاله پورې ورڅخه ۱۴ تنه مړه شوي دي.

نوموړي وایي، چې روغتياپالان په ګډه باندې لګیا دي ترڅو ياده ناروغۍ کنترول کړي.

خو له دې ولايت څخه په خپاره شويو راپورونو کې ليکل شوي چي تراوسه پورې هلمند کې ۸۰۰ تنه په کولرا وبا اخته شوي او له هغې جملې ۲۲ کسانو خپل ژوند بايللی دی.

هلمند کې د کولرا ناروغۍ له امله ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی

ارزګان بیا هغه ولايت دی چې تر تېرو څو ورځو راهیسې پکې د «کولرا» نښې نه  ليدل کېدې خو اوس ويل کېږي چې په همدې ولايت کې نېږدې سل تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي.

د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ د صحت امر بشير احمد عزتمل وایي، چې تر دې دمه ارزګان کې نېږدې سل تنه په «کولرا» اخته شوي دي.

د‌ عزتمل په خبره، چې «کولرا» په دغه ولايت کې د څلورو تنو ژوند اخيستی او لا يې د ډېر خپرېدو امکان شته دی.

د‌ دغو ولايتونو اوسېدونکي له نړيوالو روغتيايي او نورو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې ورسره په ‌دې سختو شرايطو کې همکاري وکړي.

دوی زياتوي که‌ دغه وبا له کنترول څخه ووځې نو د افغانستان ترڅنګ به د نورو هېوادونو د خلکو ژوند ته هم يو جدي ګواښ پېښ کړي.

روغتیا پالان وایي، که دغه ناروغۍ پر وخت کنترول نه شي نو ټول هیواد کې به خپره شي

روغتياپالان وايي، کولرا وبا د نس ناستي (اسهالاتو) یوه ساري ناروغۍ ده، چې د ویبریو کلرا (Vibri cholerae) د باکټریاگانو څخه منځته راځي او د شديدو اسهالاتو او زړه بدوالي سبب ګرځي.

د‌ دوی په وینا، چې دغه ډول ناروغۍ له ناپاکو او ککړو خواړو‌ او‌ اوبو څخه چې زیاتره وخت د سېلابونو او د چارپېريال له ککړتیا څخه پاتې وي خلک اخته کوي.

ډاکټران زیاتوي، که په کولرا ناروغۍ اخته کسان د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې نېږدې روغتيايي مرکز ته انتقال نه شي نو ۹۰ سلنه یې د مرګ خطر زیاتیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې د کندهار،زابل،هلمند او ارزګان تر څنګ د کولرا ناروغۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې د خپرېدو په حال کې ده، خو د طالبانو د عامې روغتيا وزارت لا تراوسه په دې تړاو کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.