تېرو څلورو ورځو کې ۳۵۰۰ افغان کډوال له ايران څخه هیواد ته راستانه شوي

اطلاعات روز: په نيمرزو ولايت کې د طالبانو سيمه ييز مسوولین وايي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د دې ولایت د وریښمو پله له لارې ۳۵۰۰ کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

په نيمروز ولايت کې د طالبانو د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي صديق الله نصرت وايي، چې د چنګاښ له ۲۵ څخه بیا ۲۸ مې پوري ٣٥٠٩ تنه افغان کډوال د زرنج ښار د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

نصرت زیاته کړه، چې په دغو کډوالو کې ۷۴ جبري کورنۍ، ۵۲ دواطلبې کورنۍ، ۲۸۸ اجباري کسان او ۱۹۵ په خپله خوښه راغلي دي.

دغه راز  ۱۹۳۵ اجباري او ۱۰۹۱ دواطلب مجردان هم هېواد ته راستانه شوي دي.

د ورېښمو پوله چې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ تر اخ وډب وروسته تړل شوې وه څلور ورځې وړاندي بیرته پرانیستل شوه.