فراه کې ناپیژانده وسله والو د یوې خیریه موسېسې مسوول وژلی

اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز کې ناپیژانده وسله والو د «ابرار خیریه» موسېسې مسوول وژلی دی.

فراه کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د یاد کس وژل تایید کړي، خو په دې اړه یې نور څه نه دي ویلي.

د سرچینې په وینا وژل شوی کس نصرالله نومیده او د کندهار ولایت اصلي اوسیدونکی و.

دغه سرچينې زیاته کړې، چې نصرالله د تېرې سې شنبې په ورځ (۲۸ د چنګاښ) د نامعلومو وسله والو له لوري په خپل کارځای کې ويشتل شوی دی.

ورته مهال فراه کې ځینې سرچینې وايي، چې دغه کس د فراه ښار په دویمه ناحیه کې په خپل کور کې وژل شوی دی.

د فراه امنیې قومندانۍ کې د طالبانو د امنیت امر له سیمه ییزو خبریالانو سره په خبرو کې د نصرالله وژل کېدل تایید کړي دي.

تر اوسه د یاد کس د وژنې اصلي علت نه دی څرګند شوی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو کسانو له لوري وژنو د هېوادوالو اندېښنې راپارولې او هغوی يې د مخنيوي غوښتنه کوي.