د لوګر اوسېدونکي: طالبان دې په دغه ولایت کې نیمګړې پروژې بشپړې کړي

اطلاعات روز: د لوګر ولایت اوسېدونکي د طالبانو له سرپرست حکومت په دغه ولایت کې د نیمګړو رغنیزو پروژو د بشپړېدو غوښتنه کوي او وايي، د ډیری پروژو چارې اوس مهال په نیمګړي حالت پاتې دي.

د کابل-لوګر دوهم سړک، په ولسوالیو کې د جوماتونو ودانۍ، پل عالم کې د مېلمستون ودانۍ او ځینې نورې کرنیزې پروژې دي، چې د پخواني نظام له سقوط وروسته یې کارونه تر اوسه نه دي بشپړ شوي، کوم چې د لوګر اوسېدونکي یې مهمه اړتیا بولي.

د مرکز پل عالم یو تن اوسېدونکي دلاور خان اطلاعات روز ته وویل، چې په لوګر ولایت کې د کابل – لوګر لویه لاره د تېر نظام په وروستیو ورځو کې بشپړېدو ته نږدې شوې وه، خو د سختو جګړو او پخواني نظام له سقوط وروسته یې اوس پاتې برخه خرابه پاتې ده.

هغه زیاته کړه، که یاده لاره په بشپړه توګه پخه شي، نو د لوګر سربېره به د سویل ختیځ زون د ټولو ولایتونو خلک پلازمینې کابل ته د تګ پر مهال له ستونزو خلاص شي.

د کابل-لوګر سړک چې چارې یې نیمګړې پاتې دي اوس خلک د دې پروژې د بشپړیدو غوښتنه کوي

نوموړی وايي: «مونږ په لوګر کې یوه پروژه د کابل-لوګر د دوهم سړک لرو، په جمهوریت کې یې ډېره برخه پخه شوه او کله چې نظام سقوط شو، نو وروسته یې چارې ودرېدې او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم، د دې لارې په جوړېدو او پخېدو سره به د مسافرو او موټر چلوونکو ډیری ستونزې هوارې شي.»

په ورته مهال بیا د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي په سیمه کې د یو لوی جومات د کارونو بشپړېدو غوښتنه کوي، دوی وايي د تېر حکومت له لوري په ټولو ولسوالیو کې د یو لوی جومات جوړېدو کار پیل شو، چې اوس د نامالومو دلایلو له امله همداسې پاتې دی.

د دغې ولسوالۍ یو قومي مشر میراجان د ولسوالۍ په کچه د یو لوی جومات شتون اړین بولي او غوښتنه کوي، چې طالبان یې باید پاتې کارونه ژر پیل او بشپړ کړي.

هغه وویل: «په مرکز پل عالم او د لوګر په ډیری ولسوالیو کې د یو یو لوی جومات د جوړېدو کارونه پیل شول، خو د نظام له ړنګېدو او د طالبانو په راتګ اوس هم یاده پروژه نه دی بشپړه شوې، چې یو یې هم د برکي برک ولسوالۍ لپاره و. زمونږ هیله دا ده، چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه شي.»

د یاد ولایت یو پخواني مدني فعال او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی نور الدین احمدي اطلاعات روز سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې لوګر کې اړتیا ته په کتو باید په لوګر کې هغه پروژې هم پلې شي، چې په تېر کې یې ژمنه شوې وه.

د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې اوس مهال د حاصلاتو د ساتنې او خرڅلاو لپاره مناسب ځای نشته، چې بڼوال او بزګران پکې تر لاسه شوي حاصلات خوندي او هم یې له دې طریقه خرڅلاو ته وړاندې کړي.

نورالدین داسې وايي: «لوګر یو زراعتي ولایت دی، ډیری خلک یې په کرکیله بوخت دي او دوی چې هر کال کوم حاصلات تر لاسه کوي لکه انګور، رومیان او یا نور داسې میوجات او سبزي جات نو د مناسب ځای نشتون له امله یې په نیمه بیه خرڅوي او یا هم ترې خوسا کیږي، نو د دې د ساتنې او خرڅلاو لپاره باید حکومت ځانګړي ځایونه جوړ کړي.»

د لوګر ولایت لپاره یوه بله مهمه پروژه په دغه ولایت کې د میلمستون نشتون دی، که څه هم له دې وړاندې جوړ شوی و، خو هغه د چاودنې له امله په بشپړه توګه له منځه ولاړ اوس د پل عالم اوسېدونکي غوښتنه کوي، تر څو د نورو ولایتونو او یا هم د لوګر د لېرې پرتو ولسوالیو د مېلمنو لپاره د اوسېدو ځانګړی مېلمستون جوړ شي.

په دې اړه د لوګر یو تن اوسېدونکي امیر حمزا وايي: «لوګر کې مېلمستون ډېر ضروري دی، ځکه مونږ چې د نورو ولایتونو مېلمانه را غواړو، نو خلک یې شخصي مېلمه خانو او یا هم هوټلونو کې پالنه او ځای ورکوي، کوم مېلمستون چې پخوا موجود و، هغه د چاودنې له امله په بشپړه توګه له منځه لاړ.»

په همدې حال کې بیا د لوګر لپاره د طالبانو ولایتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د نیمګړو پروژو شتون مني او د کار د ځنډ لامل یې د بودیجې کموالی یادوي.

طالبان د نیمګړو پروژو شتون مني خو وایي د پشپړیدو لپاره یې کاپي بودیجه په لاس کې نه لري

د مسوولینو په خبره څو ورځې وړاندې د کابل- لوګر د سړک پاتې برخې د بشپړېدو لپاره د لوګر والي ګډه ناسته رابللې وه، تر څو د یادې پروژې پاتې کارونه هم بشپړ شي.

په دې اړه د لوګر د والي ویاند عمر منصور وویل: «لوګر کې ډیری پروژې شته، چې کارونه یې نیمګړي دي، چې له دې جملې یې مهمه پروژه د کابل-لوګر د دوهم سړک پخېدل دي، نو ځینې نورې پروژې هم شته، چې د بودیجې د کموالي له امله یې کارونه لا نه دي پیل شوي، خو مونږ ډاډ ورکوو، چې په نیمګړو پروژو به ژر تر ژره کار پیل شي، د دې لپاره د والي په مشرۍ یوه غونډه هم رابلل شوې وه.»

لوګر د سویل ختیځ زون له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې ولسوالیو ته یې غځېدلې لویې لارې خامه او ځايي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دې ولایت د اوسېدونکي په وینا چې په لوګر کې ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په خورا بد وضعیت کې زده کړې کوي.