ارزګان کې یوه نابینا زده کوونکې: طالبان دې ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

ارزګان کې یوه اته کلنه جلۍ چې په سترګو څه نه ویني د طالبانو له حکومت څخه د زده کړو اجازه غواړي

ملالۍ چې په ټولګي کې اول نمره ده هره ورځ د خپلې خور په مرسته تر ټولګي پورې دوه کیلو متره پلي مزل کوي.

دغه کوچنۍ جلۍ د ترینکوټ په کفترخانه سیمه کې په یوه کلیوالي ټولګي کې د ۳۴ نورو زده کوونکو سره یو ځای زده کړې کوي

ملالۍ ټول درسونه له یادو زده کوي او ټولګیوالو ته یې تکراروي.