د کندهار د مرکزي محبس ښځینه پولیسې او کارمندانې بېرته خپلو دندو ته غوښتل شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د مرکزي محبس مسوولين د پخوانيو شړل شويو ښځينه پوليسو او کارمندانو د بېرته استخدام کېدو خبر ورکوي.

کندهار کې ‌د طالبانو د محبس ریيس مولوي اختر محمد آغا حسيني اطلاعات روز ته وويل، ټولې پخوانۍ ښځينه پوليسې يې بېرته خپلو دندو ته غوښتي او د پخوا په څېر يې کارونه دوام لري.

مولوي آغا حسيني وايي، د طالبانو راتګ سره دوی په کورو ناستې وې اوس یې بیرته خپلې دندې پېل کړې.

ده وويل تر پخواني حکومت اوس یادو ښځينه ساتونکو ته ډېر امتياز ورکوي او په برياليتوب سره خپلې دندې پر مخ بيايي.

نوموړی زیاتوي، د تېر پرځول شوي حکومت پر مهال د کندهار په مرکزي زندان کې شاوخوا ۱۱ ښځينه کارکوونکې په دندو بوختې وې او له هغې جملې یې نهه کارمندانې بېرته خپلو پخوانيو دندو ته ورغوښتل شوي دي.

د کندهار د مرکزي محبس د ریيس په خبره چې اوس مهال په ياد زندان کې شاوخوا ۴۲ ښځینه بندیانې دي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو د راتګ په لومړۍ ورځ سره د کندهار عمومي محبس مات شو چې ورسره ټول پخواني بندیان خوشې شول.

د کندهار اوسېدونکي وايي، اوس مهال په کندهار ښار کې ټول جینایي جرمونه د پخوانیو خوشې شویو بندیانو لخوا ترسره کېږي.