اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د سخت باد او باران له امله د يوه کور ديوال نړيدلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ څلور ماشومان او مور یې ټپیان شوي دي.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد وایي، چې دغه پيښه تيره شپه (یکشنبه، ۲ د زمري) د لښګرکاه ښار د اتمې حوزي په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي د ياد کور ديوال هغه مهال نړيدلی چې په سيمه کې سخت توپان او باران و.
د طالبانو دغه مسوول تر دې دمه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت طالب مسوولین وایي، هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر شلو تنو ته رسیدلی دی.